امنیت

په بادغيس کې له دولت سره له خپلو سلګو نو تنو افرادو سره د طالبانو ديوولسو تنو سيمه ييزو قو ما ندا نا نو يو ځاى کيدل

بادغيس باختردوري دويمــــــــه

په بادغيس ولايت کې د وسله والو طالبانو يوولس تنه قوما ندانا ن نن په يوې بي ساري اقدام سره تر خپل امر لا ندې له سلګو نو تنو افرادو سره يې له د ولت سره يوځاى شول.

دغه کسان چې شميريې نږدي سلوتنو ته رسيږي تراوسه پورې دبادغيس ولايت په بيلا بيلو سيمو کې له افغان اوناټو ځوا کو نو سره په جګړه کې وو .

 دبادغيس والى دلبرجان ارمان باختر اژانس ته وويل تسليم شوي کسان ددولت ډيرسخت مخالفين وو .

دبادغيس والي وا يي چې له خپلو افرادو سره د طالبانو ددغو يوولسو تنو قوماندانانو په پيوستون سره به په دغه ولايت کې امنيتي حالات په بشپړه تو ګه ښه شي

دغه وسله وال طالبان دسيمې د خلکو په همکارۍ اود بادغيس دسولې دشورا او ملي امنيت په هڅو سره دسو لې له پرو ګرام سره يو ځاى شوي دي

تسليم شويو قوماندانانو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به په خپلو سيمو کې د بيا رغونې اود امنيت د تا مينولو په لاره کې هڅه او ها ند و کړي

دوى له وسله والوطالبانوڅخه وغوښتل چې دپرديوله خواتير ونه ايستل شي اوخپل هيواد ويجاړ نه کړي

دبادغيس د والى دڅرګند ونو له مخې دغه کسان څه نا څه درې سوه سپک اودرا نده جنګى وسايل هم دولت ته سپارلي دي

دبادغيس د والى له خوا د وړا ندى شوي شمير له مخې دکال له پيل څخه تراوسه پورې څه ناڅه يو زرو پنځه سوه تنه وسله وال طالبان په دغه ولايت کې له  جګړې څخه لاس اخيستېي اود سو لى له بهير سره يوځاى شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته