_قلات باخترد زمري د میاشتې ۱۶ مه
په زابل ولايت کې د ښوونځي يوه زده کوونکي په سرک کې د ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د زابل ولايت د شاجوی ولسوالۍ ولسوال وزير محمد جوادي د پېښې په تائيدولو سره باختر اژانس ته وویل: يو تن تنکی ځوان چې د ښوونځي زده کوونکی وو، د دغې ولسوالۍ د کجيرخېلو په سيمه کې د وسله والو مخالفينو له خوا ځای پر ځای شوي ماين پرې چاودنه کړې.
جوادي زياته کړه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې کله چې دغه زده کوونکی د ښوونځي څخه د کور په لور روان و.
پای/رووفي
0 د یوې دقیقې څخه لږ