مهترلام باختردچنګاښ دمياشتې ٢٣ نيټه :
څه دپاسه اووه کيلوګرامه چرس په لغمان ولايت کې ضبط شول.
دلغمان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالروف روزګاني باخترآژانس ته وويل چې ددغه ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې پوليسو دغه چرس يې په مهترلام ښارکې کشف اوضبط کړل،
ده زياته کړه چې دغه نشه يي توکي د يوه سرف موټر په واسطه له دولت شاه ولسوالۍ څخه مرکزته ليږدول شوي و او پوليس يو تن يې په دې پړاو نيولى دى .
پاى ذکرالله
2 د یوې دقیقې څخه لږ