ټولنه

بيت الله شريف دحج مراسم پيل شول .

کابل  باختر د وږي شلمه :
  دبيت الله شريف دحج مراسم پيل شول .
دباختراژانس دخبر له مخې :په سلګونو تنوزيارت کوونکو نن دحج دمراسمو دپرځاى کولو په خاطر له مکې معظمې  څخه دمنا په لور  روان شول .
دبيت الله شريف حاجيان نن شپه تر سهار پورې په منا کې راټوليږي او په ذکر او عبادت سره دعرفې  دورځې  لپاره تيارى نيسي چې دحج ډير ستر رکن دعرفې په ورځ اداکيږي .
  داسلام  ستر پيغمبر  ويلي دي  چې دحج ډير مهم رکن عرفات دى که چيرې څوک دغه  رکن يعنې په عرفې وقوف ترسره نه کړي حج يې نه بشپړيږي
دبيت الله شريف دحج مراسم دذوالحجې په لسمه  ورځ دسر د ويشتانو دخرييلو ،  رجم ، طواف  او دلمانځه په اداکولو سره دوام مومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته