-کابل / دثور ١٥مه /باختر :
کابل ښاروالۍ دکرونا ويروس دخپرېدو دمخنيوي په مقصد دکابل ښار په زيانمنونکو سيمو دميکروب ضد درمل وشيندل
دباختراژانس دخبرله مخې، کابل ښاروالۍ دکابل ښار ديوشمېر ناحيو په زيانمنونکو سيمو دکرونا ويروس دخپرېدو دمخنيوي په خاطر دميکروب ضد درمل وشيندل .دغه راز دکابل ښاروالۍ موظفينو بېلابېلو اصنافو ته روغتيايي لارښوونې وکړې .
دوى له خلکو وغوښتل چې دځان او نورو د روغتيا اوسلامتيا په خاطر روغتيايي لارښوونو ته پاملرنه وکړي او خپل شخصي او سيمه ييزه روغتيا ساتنه په جدي توګه په پام کې ونيسي . ختم _ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ