خبرونهټولنهروغتیا

په لغمان کې  ۱۰ ټنه تاریخ تېري خوراکي توکي وسوځول شول

کابل، د تلې ۲۱مه، باختر

د لغمان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه  ولایت مرکز مهترلام ښار له هټیو ۱۰ ټنه تاریخ تېري خوراکي او غیرخوراکي توکي راټول او له منځه یوړل شول.

د لغمان د عامې روغتیا رییس ډاکټر سمیع الله عابد باختر اژانس ته وویل، چې د اصنافو اتحادیې، امنیه قومندانۍ او چاپیریال ساتنې د ګډ هئیت په مرسته یې تېرو شپږو میاشتو کې د د ۵۲۳ زرو ۸۲۰ افغانیو په ارزښت  ۳۰۰ قلمه بېلابېل تاریخ تېري توکي راټول او له منځه وړي دي.

په دغه ولایت کې د اصنافو د اتحادې رییس شیراغا همت د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د عامې روغتیا ریاست په ګډه همکارۍ ښار کې هټۍ په هټۍ ګرځیدلي او ډېر ژر به دغه کمېسیون ولسوالیو کې هم کار پیل کړي.

درد

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا