کابل – باختر دکب دمياشتې ١٥
د جمهوري رياست نوماند عبدالقيوم کرزي نن په يوه خبرى غونډه کې له خپلې نوماندۍ څخه د ډاکتر زلمى رسول په ګټه ګوښه شو.
دباختر آژانس دخبرله مخې :
عبدالقيوم کرزي پخوا دجمهوري رياست دنوماند په توګه نوم ليکنه کړې وه چې له دوه ديرش ورځو انتخاباتي مبارزو وروسته نن له خپلو دو و مرستيالانو سره په يوه خبرى غونډه کې حاضرشو اود جمهوري رياست دبل نوماند ډاکتر زلمى رسول په ګټه ګوښه شو .
ده د زلمى رسول په ګټه د انتخاباتي سياليو څخه د ګوښه کيدو په وخت کې وويل زه په دې دليل ګوښه شوم چې زموږ د ټيم هدفونه د ډاکتر زلمى د ټيم له هدفونو سره يو شان و .
ده له خپلو پلويانو څخه وغوښتل چې په راتلونکو انتخاباتو کې هغه چاته رايه ورکړى چې په اداري فساد کې ککړ نه وى .
ده دغه راز وويل ، زه دافغانستان دخلکو دګټو په خاطر د زلمى رسول په ګټه ګوښه شوم او ټينګار يې وکړ چې له نن څخه وروسته به زموږ ټيم د ډاکتر زلمى رسول د انتخاباتي ټيم يوه برخه وي .
دغه راز په دې خبري غونډه کې ډاکتر زلمى رسول وويل : موږ د نورو په شان
نه يو چى له هرې لارې ځان واک ته ورسوو . موږ په خلکو باور لرو چې په انتخاباتو کې بريالي کيږو .
ده له خپل انتخاباتي مرکز سره دعبدالقيوم کرزي پيوستون يو ارزښتناک ګام وباله او دهغه هرکلى يې وکړ.
0 1 دقیقه لوستل