فرهنګ

ډاکتر رهين : دباميانو دمجسموبيا جوړول به دفرهنګ ، سولې او دموکراسي دښمنانو ته ځواب وي

کابل _ باختر دکب دوه ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ، دايټاليا سفارت او په کابل کې ديونسکو دفتر دفرهنګي ميراثونو دساتنې پروژه لاسليک کړه .
دايټاليا دولت ددغې پروژې دعملي کولو لپاره ديو اعشاريه دوو مليونو ډالرو مرسته کړې ده .
ددغې مرستې سند داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين ، په کابل کې دايټاليا سفير لوچيانو پزوتي او په کابل کې ديونسکو رييس فونتاني لاسليک کړ .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دغه تړون په هغو مراسمو کې چې دافغانستان دفرهنګي ميراثونودساتنې دملي ورځې دنمانځنې په مقصد ، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا پرځاى شوى و ، لاسليک شو .
ددغې غونډې په پيل کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين سيد مصدق خليلي خبرې وکړې او وي ويل : دفرهنګي ميراث  دساتنې دورځې نمانځنه په حقيقت کې دهيواددتاريخي او فرهنګي هويت نمانځنه او درناوى دى ،
ده زياته کړه ،افغانستان دخپل څو زره کلن ځلانده تاريخي لرغونتيا په لرلو سره دپرتمينو مدنيتونو او فرهنګونو مرکز دى چې بيلګي يې کولى شو دهيوادپه بيلابيلو ولايتونوکې په تاريخي څلواو لرغونو ساحو کې ووينو .
ده زياته کړه: په تيرو لسو کلونو کې موږ يو لړ برياليتوبونه ترلاسه کړي دي چې له دې جملې څخه کولى شو ديونسکودنړيوال ميراث په لست کې ددوو تاريخي ساحو دثبت او دڅه دپاسه يو زرو دوه سوه  تاريخي څلواوداطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې دپنځه زره لرغونو ساحودثبت او راجستر يادونه وکړو .
وروسته ډاکتر سيدمخدوم رهين خبرې وکړې او وي ويل : نن ورځ موږ ته دافغانستان دفرهنګي ميراثونو دساتنې ورځ او په همدې حال کې په باميانو کې دبودا دمجسمو دله منځه وړلو او ويجاړولو دستر ناتار کاليزه ده
ډاکتر رهين زياته کړه، په ژور خپګان اوخواشينۍ او درد سره غواړم عرض کړم چې زموږ نږدې يو زرو دوه سوه تاريخي څلي دړنګيدوپه خطر کې دي . ما پخوا هم له نړيوالو دوستانو څخه هيله کړې وه چې په دې لاره کې پاملرنه وکړي .
  ځکه دغه فرهنګي ميراثونه يوازې دافغانستان په ملت پورې اړه نه لري بلکې په نړيوال فرهنګ او تمدن پورې اړه لري  او دهغوى  له منځه تلل دانساني فرهنګي ديوې برخې  له منځه تلل بلل کيږي .
ډاکتر رهين په دغوخبرو کې په باميانو کې دپنځه ديرش متري مجسمې له بيا جوړولو سره اړيکې ونيولې او وي ويل : نن ورځ دبودا دکوچني مجسمې دبيا جوړولو لپاره له ړنګو شويو مجسمو سره کافي ټوټې شته .
ډاکتر رهين له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې ددغې مجسمې په بيا جوړولو کې  مرسته وکړي .ددغې مجسمې بيا جوړول به دفرهنګ ، سولې او ددموکراسۍ دښمنانو ته  يو ځواب وي .
په دغو مراسمو کې په کابل کې دايټاليا سفير هم خبرې وکړې او په فرهنګي برخو کې يې ددغه هيواد په مرستو باندې ټينګار وکړ او وي ويل چې دايټاليا دولت د افغانستان دفرهنګي ميراثونو په ساتنه کې همکاري وکړي .
وروسته  په کابل کې ديونسکو رييس  خبرې وکړې او وي ويل چې دغه پروژه  دافغانستان  دفرهنګي ميراثونو دساتنې او پراختيا لپاره ده چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ديونسکو له خوا عملي کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته