امنیت

دطالبانو په ماين ښخونه کې ديوه روزګاني ماشوم وژل کيدل

کابل باختر دزمري د مياشتې ١٧ :
  په  روزګان ولايت کې  د ماين په يوه  چاودنه کې يو ماشوم  ووژل شو .
دغه  پيښه نن سهارد څلورو بجو په شاوخو کې په ترينکوټ ښار کې هغه وخت
رامنځته شوه   چې په  سړک کې د طالبانو له خوا يو ښخ  کړى شوى ماين وچاوديد.
دروزګان ولايت دترينکوټ ښار يوه امنيتي مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې په دې  چاودنه کې يو ماشوم  ووژل شو.
تراوسه پورې  ددغه ماين ښخونې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى خو سيمه ييز مقامات  طالبان ددغې پيښې عامل  بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته