خبرونهاقتصاد

په لغمان کې ۵۷.۴ جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه شوه

کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې یې ۵۷.۴ جريبه ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده.

د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وویل، چې د الینګار ولسوالۍ اړوند د اوي ناو په سیمه کې یې ۵۷.۴ جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له منګولو څخه خلاصه کړه او یاده سیمه کې یې ۱۲۰۰ جریبه نوره دولتي ځمکه تثبیت کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي فعالیتونه لغمان کې په چټکۍ سره روان دي، چې تر دې وړاندې یې هم د زرګونه جریبه دولتي ځمکو تثبیت او سلګونه جریبه نوره له غصب څخه خلاصه کړې ده.

ص

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا