امنیت

په قندهارکې د ماين دچاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي شهيدان شول

کابل باختر د ليندي اتمه :
په قندهار ولايت کې دماين دچاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي چې ويل کيږي ديوې کورنۍ غړي وو؛ شهيدان شول .
دغه پيښه دپنجوايي ولسوالۍ په تلوکان سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې ددغو ملکي وګړو د سپرلۍ موټرسايکل په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت.
دقندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل باخترآژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې يو پلار له خپلو دوو تنو لوڼوسره شهيد شو .
  ويل کيږي په دې پيښه کې ددغونجونو تره هم ټپي شوى دى .
دقندهار  د والي ويندوى وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل او ويې ويل چې امنيتي مسوولينو د دغې پيښې د عاملينودپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي .
په افغانستان کې وسله وال طآلبان زياتره په ګڼ ميشتو لاروکې دماينونو اوبمونوپه کارولو لاس پورې کوي. هغه اقدام چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته