امنیت

د يوه سړي سرغوڅ کړى شوى مړى ترلاسه شو

کابل باخترد وږي  پنځلسمه :
پوليسو تېره شپه د يوه سړي سرغوڅ کړى شوى مړى د کاپيسا ولايت د کوهستان د دويمې برخې د ولسوالۍ په کاريزي ساحه کې ترلاسه کړ .
د کاپيسا ولايت د امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون آمر سمونوال اسدالله د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سړى چې عبدالله نوميده؛ يو غير مسوول وسله وال و چې ١٣ورځې مخکې د يوې بلې ډلې غير مسوولو وسله والوکسانو له خوا تښتول شوى و؛ تېره شپه بې سره مړى يې د دغه ولايت د کوهستان د دويمې برخې د ولسوالۍ په کاريزي ساحه کې د ګزمې په وخت کې ترلاسه شو .
  قضيه د پوليسو تر څيړنې لاندې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته