امنیت

په کونړکې درې تنه داعشيان ووژل شول

کابل باختر د لړم د مياشتې ٢٠ نيټه  :
د داعش د ډلې د يوه قوماندان په ګډون درې تنه داعشيان پرون په کونړ           ولايت کې ووژل شول.
د٢٠١ سيلاب قول اردو وياند شيرآقا فقيري باختر آژانس ته وويل چې دغه  داعشيان د افغان ځواکونو په هوايي بريدونوکې چې د وټه پورې ولسوالۍ د کورباغ، د چپې درې ولسوالۍ د ديګل او د پيچ درې ولسوالۍ د بارکنډي په ساحوکې د داعشيانو په پټنځيو ترسره شول؛ ووژل شول.
په وژل شويوکسانوکې د کونړ ولايت په پيچ درې ولسوالۍ کې د داعش د ډلې سيمه ييز قوماندان په قماش مشهور مولوي عبدالله هم شامل دى.
پاىجذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته