خبرونهامنیت

په لومړي ځل د بدخشان له ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۲۵۰ پوځیان فارغ شول

کابل، د لړم۲۲مه، باختر

د لومړي ځل لپاره د بدخشان ولایت د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۲۵۰ تنه افسران، سرتېري او برید ملان له ۷۰ ورځو پوځي زده کړو وروسته فارغ شول.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د بدخشان والي مولوي امان الدین منصور په خپلو خبرو کې  د شریعت له نظره د مجاهدینو پوځي او تخنیکي زده کړې اړینې وبللې.

په دغه مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لوى درستيز قاري فصيح الدين فطرت د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل، چې نن له ٤٣ کلنې جګړې وروسته په ټول هېواد کې امنيت ټينګ شوى او د افغانستان په چارو کې هېڅ بهرني هېواد ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

هغه وویل، چې د افغانستان پوځ به د نړۍ د مظلومو مسلمانانو ملاتړ وکړي او هېڅ قوم، ژبه او سمت نه پیژني او د هر هغه چا اطاعت به وکړي، چې امیرالمؤمنین یې آمر وټاکي.

د دغه مراسمو په پای کې فارغانو ته ستاينليکونه هم ورکړل شول.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا