ټولنه

دهرات مشهور هنرمند محمود خوشنواز دناروغى په بستر کې دى .

کابل باختر د ليندى  دولسمه :
دهرات ولايت  مشهور هنرمند محمود خوشنوازدنيمې پيړى هنري فعاليتونو سره د ناروغى په بستر کې پروت دى .
  دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس اريا رووفيان چې دهرات ښار په يوه خصوصي  روغتون کې ددغه هنر مند پوښتنه وکړه  دده  دهنري خدمتونو  ستاينه وکړه او په عين حال کې په هېواد او له هېواد څخه بهر ددغه وګړني او محبوب هنرمند ددرملنې دچارو  دتعقيبولو په خاطر  دهمکارى ژمنه وکړه .
محمود خوشنواز دهرات ولايت له مشهورو هنرمندانو څخه دى چې پنځوس کاله يې  دسيمه ئيزې موسيقۍ په برخه کې فعاليت کړى  دى .
دغه هنرمند د سيمه ئيزې سندرې ( سرپل مالان ) په ويلوسره په افغانستان کې شهرت ته ورسيد او تراوسه پورې  زيات  سيمه ئيزې سندرې ويلي دي .
دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ درييس په باور سيمه ئيز  سندر غاړى خوشنواز دخلکو ترمنځ  زيات مينه وال او پلويان لري .
   ختم_ ج _ اکرم
                                           

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته