خبرونهټولنه

په لوګر، پکتیا، لغمان او میدان وردګو کې زرګونو اړمنو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل، لېندۍ ٧مه، باختر

په لوګر، پکتیا، لغمان او میدان وردګو کې پر ۵ زره ۸۲۳ اړمنو کورنیو بېلابېلو مرستندویو موسسو خوراکي او نغدي مرستې وېشلې دي.

د لوګر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست سره په همغږۍ او د ACHRO او UNHCR موسسو په ملاتړ د محمدآغې ولسوالۍ اړوند ۱۵۷ بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ١١ قلمه غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

او دغه راز د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د FAO په مالي ملاتړ او د FGA په تخنيکي مرسته په دغه ولايت کې پر څه باندې ۵۸۸ اړمنو کورنيو ته د هګۍ اچوونکو چرګو فارمونه ورکړل شول، چې په کې هرې کورنۍ ته ٣٠ هګۍ اچوونکې چرګې او ١٥٠ کيلو د چرګانو دانه ورکړل شوه.

د یو بل خبر له مخې؛ د پکتيا د کليو، بیارغونې او پراختيا رياست تر چتر لاندې د خوړو نړيوال سازمان په مالي ملاتړ او د AWCPO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دې ولايت په وزې ځدران، روحاني بابا او ډنډې پټان ولسواليو کې پر ۳ زره ۱۰۰ اړمنو کورنيو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو اوړه، ۴.۵۵ کيلو غوړي، ۶.۲۵۰ کیلو دال او يو پاکټ مالګه شامله وه.

په همدې حال کې د لغمان د کډوالو چارو، اقتصاد او د ښاروالۍ ریاستونو په همکارۍ د AWRO موسسې په مالي ملاتړ په قرغه یو ولسوالۍ کې ۱۱۲۵کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل کړې، چې په کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰کیلو ګرام اوړه، ۸ لېتره غوړي، ۴کیلو دال او یو پاکټ مالګه ورکړل شي.

په ورته وخت کې وېسټا مؤسسې د میدان وردګو له کډوالو چارو آمریت سره په همغږۍ د دغه ولایت په مرکز میدان ښار سربېره سیدآباد، بهسود، نرخ او جلرېز ولسوالۍ کې له ۸۵۳ بې ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۲۷۵ امریکایي ډالر ورکړل شول.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا