امنیت

دوه سوه ديرش تنه ځوانان د ملي اردو له ليکو سره يوځاى شول

کابلباختر دليندۍ د مياشتې٢٨
په کندز ولايت  کې٢٣٠ تنه ځوانان په خپله خوښه دملي اردو په ليکوکې دخدمت لپاره حاضر شول. دغه ځوانان د کندز، بغلان او د تخار د ولايتونو اوسيدونکي دي چې په آزموينه کې يې ګډون کړى دى.
په کندزکې د پامير د شلمې فرقې قوماندان جنرال محى الدين غوري دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه ځوانان د دولسمو، څوارلسمو او د شپاړلسمو ټولګيو فارغان دي او د ملي اردو د افسرۍ په برخه کې د خدمت لپاره آزموينه ورڅخه  اخيستل شوې ده.
ده د افسرۍ خدمت ته د ځوانانو داوطلبانه حاضرېدل د هېواد د امنيتي او دفاعي سکتور د پياوړتيا په لاره کې يو مثبت ګام وباله اوله ټولوځوانانو څخه يې وغوښتل چې هېواد او خلکو ته د خدمت په لاره کې دې  د ملي اردو له ليکو سره يوځاى شي.
څو تنو داوطلبو ځوانانو دخبرو په ترڅ کې وويل چې د هېواد پالنې احساس او خلکو ته خدمت د دې هېواد دهر  وګړي په تېره بيا د ځوانانو وجيبه ده اوله نوروځوانانو څخه يې وغوښتل چې د ملي اردو له ليکو سره دې يوځاى شي.
د يادونې وړ ده چې مخکې له دې هم د شمال ختيځ زون په زرګونو تنه ځوانان په ملي اردوکې د خدمت په لاره کې د پړاوونو له بشپړولو وروسته جذب او همدا اوس د هېواد په بېلابېلو ولايتونوکې د هېواد په دفاع بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته