ټولنه

په دايکنډي کې د دوو دولتي بنسټونو د ودانيو دجوړولوکار پيل شو .

کابل باختر دمرغومي اوولسمه :
ددايکنډي  ولايت دګيتي  ولسوالۍ  داداري ودانۍ دجوړولو کار پيل شو .
ددايکنډي والي محمود بليغ ددغې ودانۍ  دبنسټ د ډبرې دايښودلو په وخت کې دباختراژانس سيمه ئيز  خبريال ته وويل چې دغه ودانۍ  دکليو دبياجوړولو اوپراختيا وزارت له بودجې  څخه ددرې ديرشو مليونو افغانيو په لګښت داووه زره مربع متره ځمکې په ساحه کې په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي .
  ديوبل خبرله مخې، ددايکنډي  ولايت دميانه قول دساحې دهلکانو دليسې دنوې ودانۍ  دجوړولو کار  ددغه ولايت دوالي له خوا پيل شو .
دغه ودانۍ به په دوو پوړونو کې په پاخه اواساسي ډول  په شلو مياشت کې جوړه شي او په هغې کې  شپاړلس خونې په پام کې نيول شوي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته