امنیت

په لغمان کې د ځانمرګي بريد دترسره کولو لپاره دطالبانو ناکامه طرحه .

کابل باختر دمرغومي اوولسمه :
په لغمان ولايت کې دچاودنې لپاره دطالبانو طرحه ناکامه شوه .
امنيتي مامورانو په يوه ديګ بخار کې ځاى پرځاى کړى شوى بم دلغمان ولايت په مرکز مهترلام  ښار کې کشف کړ هغه بم چې  ټاکل شوې وه ددغه ښارپه ګڼ  ميشت  ځاى کې وچول شي .
دلغمان ولايت يوه امنيتي مقام باختراژانس ته وويل  چې دغه بم دامنيتي مامورانو له خوا او دمهترلام  دخلکو په همکارى  کشف شوى دى .
ده وويل  طالبانو غوښتل چې ددغه بم په چولو سره ملکي وګړو ته مرګانۍ پيښه رامنځته کړي .    ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته