ټولنه

په بغلان کې د اوبو د ضايعاتو د مخنيوي لارې چارې وڅيړل شوې

پلخمري باخترلړم د مياشتې ٢٨  نيټه  :
په بغلان ولايت کې د اوبو د ضايعاتو د مخنيوي په مقصد پرون په پلخمري ښارکې يو ورکشاپ جوړ شو.
دغه ورکشاپ د نهو ورځو لپاره د کرنې او اوبولګولو د رياست له خوا د امريکا  د نړيوالې پرمختيايي ادارې او (Swim) د موسسې په همکارۍ جوړ شوى دى.
د باحتر آژانس دخبريال دخبرله مخې:
د دغه ورکشاپ د پرانستلو په غونډه کې د بغلان ولايت د کرنې او اوبولګولو رئيس عبدالوهاب خير زاده وويل چې د اوبو د سمې استفادې او د اوبو  د ضايعاتو د مخنيوي د لارو چارو بيانول د کرنې او بڼوالۍ په برخوکې ددغه ورکشاپ له اساسي موضوغګانو څخه دي چې د دغې ادارې د اوبو لګولو  ١٠٥ تنو کارکوونکو ته بيانيږي.
ده زياته کړه: د دغه ورکشاپ هدف له اوبو څخه د سمې استفادې او د کرنې په برخه کې د اوبو د زيات لګښت د مخنيوي په خاطر د قطره يې خړوبولو بنسټيز کول دي چې بزګران وکولاى شي د اوبو لګولو  له نوي  سيستم څخه  په استفادې سره د اوبو په لږ لګښت سره زيات محصولات ترلاسه کړي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته