TOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د ناکامورا لاره، تعقیبول غواړي

کابل/ د لیندۍ ۱۴مه/ باختر
جاپاني ډاکټر ناکامورا د افغانستان د آبادۍ او پرمختګ د دښمنانو په برید کې کال وړاندې ژوند بایلود. نن د دغه ستر انسان د غمیزې کال پوره شو. د افغانانو په ذهنونو کې ناکامورا د آبادۍ او پرمختګ سمبول دی. که افغان ولس د خپل هېواد له آبادۍ او پرمختګ سره مینه لري؛ نو باید د ډاکټر ناکامورا لاره تعقیب کړي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده اولیکي:
ناکامورا په سختو شرایطو کې افغانستان ته راغی، په داسې شرایطو کې چې بېوزلیو افغانانو طبي مرستو ته اړتیا لرله. ناکامورا مټې رابډوهلې، د ناروغانو درملنې ته یې ملا وتړله. کله به چې ناروغان ورغلل؛ نو ده به په مسکا او خندا ورسره روغبړ کاوه، په ډېر ورین تندي به یې ورسره خبرې کولې او ناروغ ته به یې دومره مینه او محبت ورکړ چې هغه به خپله ناروغي هېره کړه او دغه جاپاني ډاکټر ته به په کتو نه مړېده. ده ځان د ناروغانو خدمتګار باله، نه بادار. ده غوښتل چې پر درملو سربېره، ناروغ ته دومره مینه او ډاډ ورکړي چې له هغه سره په ژر رغېدو کې مرسته وکړي. په زرګونو ناروغان یې وکتل او د هغوی په درملنه کې یې مرسته وکړه.
ناکامورا په ننګرهار، کونړاو لغمان کې بلد شو، خلک یې وپېژندل، شاوخوا سیمې یې وکتلې، د خلکو بېوزلي یې د سر په سترګو وکتله. دی حیران شو چې دا وطن څومره پرېمانه طبیعي زېرمې لري، څومره ښه ځمکه لري او څومره اوبه لري، خو خلک له دغو خدای ورکړو پېرزوینو ګټه نه اخلي او په بېوزلۍ کې ژوند کوي او له ډول ډول ناروغیو کړېږي. ده ډېرفکر وکړ او کوښښ یې وکړ چې د حل یوه بنسټیزه لاره ومومي.
ناکامورا هڅه وکړه خلکو ته د آبادۍ او پرمختګ احساس او انګیزه ورکړي. ده خلک راټول کړل او هغوی ته یې وویل: ( ای خلکو، ټوپک نه په کارېږي، ژوندون په کارېږي). او د ژوندون لاره، کار دی، زیار دی، د شاړو ځمکو آبادول دي او د اوبو مدیریت دی. ځینو د ده خبرې هسې ټوکې ګڼلې او ځیني هم زړه نازړه وو چې باور یې کړي او که نه.
ناکامورا پوه شو چې دا خلک باید کار ته وهڅول شي او د هڅولو تر ټولو ښه وسیله دا ده چې انسان مټې رابډوهي او نورو ته بېلګه شي. ده افغانستان خپل وطن باله؛ نو ځکه یې د هغه د آبادۍ لپاره مټې رابډوهلې. ناکامورا د ننګرهار شاړوځمکو او وچو دښتو ته د کونړ د څپاند سیند د اوبو رااړولو ته ملا و تړله. په تن خوار؛ خو په همت، غیرت او هوډ پیاوړي اوغښتلي ناکامورا د شاړو ځمکو آبادولو ته ملا وتړله. بندونه، کانالونه او ویالې یې جوړې کړې، په زرګونو جریبه ځمکې ته یې اوبه ورسولې. د ده په نوښت او زیار شاړې ځمکې آبادې شوې، باغونه شول او شنې کروندې شوې.
ناکامورا د خلکو سوکالي، آبادي او خوشحالي غوښتله. ده د خلکو لپاره، د هغو خلکو لپاره چې د څو لسیزو جګړو، مهاجرتونو او ډول ډول ستونزو اوناخوالو سخت ځپلي دي، یو ستر تفریحي پارک هم جوړ کړ چې خلک هلته ورشي او څو شېبې په خوښۍ او آرامۍ کې تېرې کړي. دغه پارک ته، د ناکامورا پارک ته، د افغانستان د آبادۍ او پرمختګ د اتل پارک ته عام اوخاص ورروان دي او د هغه د یادګار څلي ته درنښت پرځای کوي.
ناکامورا د افغانستان د آبادۍ او زموږ د پرېمانه اوبو د مدیریت او شاړو ځمکو د آبادۍ لپاره ډېر ارمانونه لرل؛ خو له بده مرغه د ترقۍ او پرمختګ دښمنانو اجازه ورنه کړه چې دا ارمانونه یې پلي شي. په ډېرې بې رحمۍ پرې برید وکړ. پر ناکامورا برید په حقیقت کې د افغانستان پر آزادۍ، پرمختګ برید و، د افغانستان د اوبو پر مدیریت برید و، د افغانانو د سوکالۍ او نېکمرغۍ پر ارمان برید و.
نن ناکاموار نشته، د هغه مړی یې زرګونه کیلومتره لرې جاپان ته یووړ؛ خو دهغه ارمان دلته دی، د هغه خیال او فکر دلته دی، د هغه د آبادۍ کارنامې دلته دي، د هغه الهام بخښونکي نوښتونه دلته دي. دا د افغانانو مسوولیت دی چې د هغه لاره تعقیب کړي، دهغه ارمانونه پوره کړي او د خپل هېواد اوبه مدیریت کړي، شاړې ځمکې یې آبادې کړي، باغونه جوړ کړي، پارکونه جوړ کړي. د افغانستان د آبادۍ او پرمختګ، د اوبو د مدیریت او د شاړو ځمکو او وچو دښتو د آبادولو د بې جوړې اتل ډاکټر ناکامورا لاره تعقیبول غواړي.
ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته