امنیت

دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تړاو ونيول شول

– کابل/ د وږي ٢٤مه / باختر له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو په دوو ماموريتونو کې دوه کسان د هيروئينو او چرسو د قاچاقو په اړوند د کابل او پروان په مربوطاتو کې ونيول. د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې يو له دغو کسانو څخه له يوې اندازې هيروئينو سره د "سنګ نوشته" د پلټنې په پوسته کې او دويم کس له ٣ کيلو چرسو سره د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې نيول شوى دى. پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته