امنیت

په هرات کې خبريالو ښځو ته داسانتياو او ظرفيت جوړولو لپاره هلې ځلې

هرات  باختر دثور ٢٢:
دعاطفي بنسټ  خبريالو ميرمنو ته د ظرفيت جوړولو او زياتو اسانتياو درامنځته کولو په لاره کې   دتيارى اعلام وکړ .
  دعاطفي بنسټ  د خبريالو ميرمنو له ټولنې سره  دهمکارى  داعلام په ترڅ کې ژمنه وکړه چې ددغه بنسټ غړو ته دکاري ظرفيتونو دلوړولوپه خاطر روزنيزپروګرام  جوړوي .
دعاطفي بنسټ رييس احمد شفيق بهروزيان  دميرمنو دظرفيتونو  د لوړولو لپاره  دلنډ مهالو روزنيزو دورو جوړول مهم وبلل .
دخبريالو ميرمنو دبنسټ مسوولې نقيبه  بارکزي دعاطفي  ټولنې دملاتړ له امله  دخوښي په تر څ کې  دمديريت  ، رهبري ،بازار موندنې ، اقتصاداو دپيشنهاد دليکلو په برخو کې  ددغه شان روزنيز پروګرامونو جوړول يوه مهمه اړتيا وبلله .
  دغه راز دخبريالانو دملاتړ او خونديتوب دکميټې مسوول همايون نظري او پدرام  هم اعلام وکړچې په نږدې راتلونکې کې دخبريالو ميرمنو دپوهې دکچې دلوړولو لپاره  تخصصي اومسلکي  پروګرامونه په هرات کې جوړوي .
دپوهنتون يوې استادې ميرمن عزيز دخبريالو ميرمنو دملاتړ په ترڅ کې دخبريالى ټولنې دحالات  دبشپړې ودې او ښه والي  ټينګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته