سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله : هېوادونه دې بايد دې نتيجې ته ورسيږي چې دبهرني سياست دموخو دپرمخبيولو لپاره دوسيلې په توګه له تروريزم څخه استفاده ناکامه ده .

-کابل باخترد ليندى پنځه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په افغانستان کې دروغې جوړې لپاره دتياري په غونډه کې په ګډون سره چې په کابل کې داروپا داتحاديې دنمايندګي  په مقر کې  جوړه شوې وه وينا وکړه .
داجراييه رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
اجراييه رييس لومړى ددغې غونډې له جوړونکو او له افغانستان سره له مرستندويو هېوادونو او له هغه هيئت  څخه چې له شمالي ايرلند څخه دخپلو تجربو دشريکولو په موخه کابل ته راغلى دى، مننه او قدرداني وکړه .
اجراييه رييس دجګړې او دهغې دکور ګډو پايلو په باب دافغانستان او دشمالي ايرلند دخلکو دګډې تجربې  يادونه وکړه او ويې ويل داچې افغانستان دڅو کلونو په تيريدو سره لاتراوسه پورې هم دجګړې داور په لمبو کې سوځي اوخلک يې  له دې امله ځوريږي  خواشيني  څرګنده کړه .
ډاکتر عبدالله عبدالله په داسې حال کې چې دافغانستان او دشمالي ايرلند شرايط توپيري وبلل ددغو دواړو  هېوادونو دخلکو روا غوښتنې چې سوله او ټيکاو دى ګډې وبللې او زياته يې کړه  چې دهرې جګړې پاى خبرې دي، ملتونه له حکومتونو څخه زيات درک کوي او له همدې امله دافغانستان دخلکو دغوڅ اکثريت هيله د عادلانه ، پتمنې  او ددايمي سولې تامينول دى او دا هغه مسئله ده چې موږ دحکومت دمشرانو په توګه دې ته هڅوي چې په دې لاره کې اساسي ګامونه واخلو .
اجراييه رييس په خپلو خبرو کې زياته کړه په دې هم پوهيږو چې ټول عوامل دافغانستان  دحکومت  او دولت په واک کې نه دي چې په دې برخه کې هم ورسوتۍ پريکړه وکړي .
سره له دې هم موږ په دې لاره کې په هڅو او هاند ملزم يو اوپنځلس  کاله مخکې دلنډ مهالې ادارې دجوړيدو له پيل څخه او ان له هغې څخه مخکې چې طالبان په کابل کې وو او دهغوى په وړاندې مقاومت دوام درلود هم خبرو شتون درلود.
اجراييه رييس په خپلو خبرو کې دعادلانه سولې دتامينولو لپاره دحکومت دتياري ډاډ ورکړ او دسولې دټينګښت لپاره دملګروملتو دسازمان او دافغانستان دنورو دوستانو دهڅو او هاند له امله قدرداني وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته