کابل باختر د سلواغې د مياشتې ٧ :
پوليسو تېره شپه درې تنه د هرات _ فراه په لويه لاره کې د شوکمارۍ په تور ونيول .
د فراه ولايت دسيمه ييزو پوليسو مقاماتو باخترآژانس ته وويل : دغه کسان هغه وخت ونيول شول چې د هرات _ فراه په لويه لاره کې له پوځي جامو څخه په استفادې سره د سپرليو د مالونو په لوټولو لاس پورې کاوه .
خبرځاى وويل: دغه کسان د سيمې دپوليسو له خواوپيژندل شول او ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه : له دغو کسانو څخه تحقيقات پيل شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ