سیاست

جمهورريیس غني د ننګرهار ولایت مشرانو او د بېلابېلو قشرونوله استازو سره په غونډه کې ګډون وکړ

کابل/ دلړم ٢٩مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني ننګرهار ته د خپل سفر په لړ کې پرون له غرمې مخکې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې د یاد ولایت مشرانو، مخورو، عالمانو، ښځو، ځوانانو او بېلابېلو قشرونو استازو سره په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل جمهورريیس غني او ورسره لوړپوړي دولتي پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال وویل: ستاسو د هغې لارښوونې په اساس چې د سپین غره لمنې باید له داعش پدیدې څخه پاکې شي، نو د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د ولسونو د ګډې همکارۍ او مبارزې په پایله کې داعش په ننګرهار کې ختم شوی دی.
ورپسې قومي مشر ملک عثمان، د ولایتي شورا ريیس احمد علي حضرت او مولوي مطهر شاه ننګرهار ته د جمهورريیس محمداشرف غني په سفر او د داعشیانو په ځپلو خوښي وښوده . هغوی د جلال اباد- تورخم، جلال اباد- کابل لویو لارو د جوړولو، برېښنا، د امنیت د تامین، انکشافي پروژو، پوهنې، د ننګرهار پوهنتون د انکشاف او روغتیا په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهورريیس سره شریک کړل.
یادو ویناوالو د جوماتونو جوړولو او بیارغاونې ته د پاملرنې، ښې حکومتوالۍ، زېربنا، انکشافي پروژو، ترانزیټ، فساد ضد مبارزې او نورو برخو کې د حکومت او جمهورريیس غني د لاسته راوړنو، پرمختګونو او ملي برنامو قدرداني او ملاتړ وکړ.
جمهورريیس محمداشرف غني د افغانستان د بقا او داعشیانو د ځپلو په برخه کې د ننګرهار د ولسونو د هلو ځلو او سرښندنو قدرداني وکړه او وې ویل:د ولسونو او امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډه همغږي او همکاري دغسې موثرې پایلې لري.
جمهورريیس څرګنده کړه: د داعشیانو تسلیم شویو ښځو او ماشومانو سره دې د پښتني، افغاني او اسلامي دود مطابق چلند وشي. هغه زیاته کړه، د دغو ښځو او ماشومانو د پالنې په موخه یې ننګرهار والي ته د ځانګړو ترتیباتو لارښوونه کړې ده.
جمهورريیس محمداشرف غني وویل: پر امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو ویاړي چې داعشیان یې په ننګرهار کې سخت وځپل، دوی ته به د طالبانو او نورو تروریستي ډلو او ګروپونو د ځپلو امکانات او مهمات هم برابر شي او ملي دفاع وزارت ته یې لارښوونه کړې چې ولسي پاڅون کوونکي په سیمه ییزه اردو کې تنظیم کړي.
د هېواد جمهورريیس څرګنده کړه: د ننګرهار د نورو سیمو او ولسوالیو په څېر به شېرزاد او حصارک ولسوالۍ هم د دښمن له شتون څخه پاکې شي او د دې لپاره مې د ځانګړو عملیاتو لارښوونه کړې ده.
هغه زیاته کړه، د ننګرهار هر مثبت حرکت پر ټول هېواد ښه اغېز لري .
جمهورريیس د ننګرهار له مشرانو څخه وغوښتل چې په اجماع دې د راتلونکي کال لپاره څلور لویې او اساسي پروژې وغواړي او حکومت به یې ډيرژر تطبیق کړي.
هغه زیاته کړه: په ننګرهار کې به د فرهنګي پانګونې له لارې د پښتو او ځوان نسل د فکري ودې لپاره کار وکړو او په دې کار کې د ننګرهار پوهنتون او ولسونو ونډه ځانګړی ارزښت لري.#
پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته