ټولنه

د پکتیکا زرغونیدل او سمسورېدل د پکتیکا والو هیله ده

_کابل باختر د کب دمياشتې دريمه
په پکتیکا کې به د نوي کال په را رسيدو سره په لسګونه زره نیالګي کښېودل شي، خو دا لړۍ به د زرغونې پکتیکا په نوم د یوه منظم پروګرام له لارې ترسره کیږي.
دغه څرګندونې د نیالګیو د کښېنولو او ساتلو ځانګړې مشورتي کتنه کې وشوې.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت، د کرنې په تېره بيا د بڼونو لپاره دغه ولايت مناسبه سیمه وبلله.
وحدت زياته کړه چې د راتلوونکي کال لپاره یې د پکتیکا د زرغونتیا په موخه منظم پلان ترتیب کړی چې د خلکو په همکارۍ به یې په ښه ډول تطبیق کړي.
د یادونې ده چې د ناستې په وروستیو کې یو کمیسیون جوړ شو او د هغې په چوکاټ کې تبلیغاتي، تدارکاتي او اجرائیه کمېټې جوړې شوې.
دغې کمېټې به د نیالګیو کښېنولو او ساتلو په برخه کې خپلې چارې په منظم ډول ترسره کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته