امنیت

په پروان کې دطالبانو داستخباراتود مسوول نيول کيدل .

-کابل باختر د چنګاښ لسمه :
په پروان ولايت کې دطالبانو داستخباراتو مسوول ونيول شو .
ملا حيات الله پرون ناوخته له خپل يوه ملګري سره دملي امنيت دمامورينو په ځانګړو عملياتو کې ونيول شو .
دپروان دوالي وياند وحيد الله صديقي دباختراژانس له خبريال سره په اړيکه کې په پروان کې دطالبانو داستخباراتو دمسوول ملا حيات الله نيول کيدل تاييد کړل
ده وويل چې په ملا حيات الله دپروان ولايت په ځينوسيموکې په لسګونو تروريستي پيښو کې دلاس  لرلو تور لګول شوى دى .
  دوه ورځې مخکې  په پروان کې دطالبانو يو پوځي مسوول په چاريکارو ښار کې ونيول شو .
هغه سړى چې په تروريستي پيښو کې دلاس لرلو په تور درې کاله په جيل کې و اوله بند څخه له خلاصون وروسته هم دطالبانو په تروريستي ډله کې له غړيتوب څخه نه وتير شوى .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته