کابل- باختر د سلواغې دمياشتې ٢مه :
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د تيرې ورځ په نسبت لس ډالره کمښت ليدل کيږي.
تېره ورځ په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر په ١٢٥٣ډالره وړاندې کيده، خو نن په ١٢٤٣ډالره وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس يو ګرام مصري سره زره په ٢٥٠٠ افغانيو، کويټي ٢٤٥٠ افغانيو ، سنګاپوري ٢٤٠٠ افغانيو ، بحريني په ٢١٠٠افغانيو، عربي ٢٠٥٠ افغانيو، ايراني په ١٧٠٠ او يوګرام روسي سره زر په١٦٠٠افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل.
0 د یوې دقیقې څخه لږ