ټولنه

په لوګر کې دبريښنا دتوليد دبند دجوړولو دکارپيل

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
دلوګر ولايت په څرخ ولسوالۍ کې ٦٠٠ کيلو واټه بريښنا دتوليد په ظرفيت دبند دجوړولو کار نن پيل شو.
په لوګر ولايت کې ددغې پروژې دڅارنې يو غړي انجنير محمد خالد د باختر آژانس خبريال ته وويل : ددغې پروژې دسروې او ديزاين کار په بشپړيدو سره عملي کاريې هم پيل شوى دى او په بيړه دوام لري.
يوه اړونده خبرځاى وويل : چې ددغې پروژې دکار په بشپړيدو سره څه ناڅه ٢٠٠٠ کورنۍ له ښګينو څخه يې ګټه اخلي.
ويل کيږي چې دغه پروژه به دانرژۍ او اوبو وزارت له بودجې څخه ديو ميليون افغانيو په لګښت په دريو مياشتو کې ګټې اخستنې ته وسپارله شي.
خبرځاى زياته کړه چې په دې پروژه کې دبريښنا دتوليد په بند سربيره دوه توربينونه ، تونل ،جنراتور او نور ضروري وسايل او لوازم هم په پام کې نيول شوي دي .
ديادونې وړ ده چې دغه پروژه غازي امان الله خان سلطنت په دوران کې پلان کې نيول شوى و چې عملي کاريې اوس پيل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته