سیاست

د ډاډګيرنې پیغام

کابل_باختر د کب د مياشتې٤مه
  د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس محمداشرف غني د ډاډګيرنې پیغام
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړچې د افغانستان د سترې محکمې د عالي شورا پخوانی غړی او د افغانستان د حرکت انقلاب اسلامي ګوند پخوانی مرستیال مولوي عبدالستار صدیقي د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شو.
انا لله و انا الیه راجعون
عبدالستارصدیقي مرحوم یو خیرمن او مصلح افغان او تکړه مجاهد و. د ده مړینه یوه ضایعه ده. د هغه کورنۍ ، دوستانو، د حرکت انقلاب اسلامي ګوند غړیو او ټولو خلکو ته د هغه د وفات په مناسبت تسلیت وایم. الله تعالی دې یې جنتونه په نصیب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته