ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر
مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو د راټولېدنې او د دوی د فکر او افکارو د شريکولو ښه وسيله ده.
دغه څرګندونې استاد محمد اصف صميم په پکتیا کې د نښتر دودیزې کلنې مشاعره کې وکړې.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې:
په دې مشاعره کې د پکتیا د والي مرستیال عبدالولي سهي او د هېواد د بېلابېلو ولایتونو شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګیانو او د ادب مینوالو ګډون کړی وو چې شاعرانو پکې د شعر په ژبه د سولې، ورور ګلوۍ، یووالي او د جنګ د پای ته رسولو پیغامونه وړاندې کړل.
پای/وصال