ورزش

د مشعل ټيم د جوانان آزادي ټيم ته ماتې ورکړه

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٣
په کابل کې د فوټبال د الف د ګروپ سيالۍ نن مازيګرپه يوې لوبې سره دوام مومي.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاوکې د مخابراتو ټيم د جوانان سالارله ټيم سره لوبه کوي.
د قيومي د څرګندونو له مخې: د فوټبال د الف ګروپ سيالۍ د څوارلسو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې هره ورځ دوام کوي او پرونۍ لوبه کې د مشعل ټيم د صفر په وړاندې په دوو سره د جوانان آزادي ټيم ته ماتې ورکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته