امنیت

طالبانو درايي ورکولو په مرکزونو په بريد سره درې تنه پوليسان شهيدان کړل .

کابل باختر غبرګولي څليرويشتمه :
  په بدخشان  ولايت کې نن دوسله والو مخالفينو دبريدونو له امله درې تنه پوليسان شهيدان او يو رايي  ورکوونکي ټپي شو.
  دغه بريدونه  چې دبدخشان ولايت ديمګانو، کوزيفتل  او دوردوج په ولسواليو کې ترسره شول درايي ورکولو  څو مرکزونه هم تړلې پاتې شول
دبدخشان ولايت امنيه قوماندان فضل الدين  عيار دباختراژانس خبريال ته وويل نن سهار وسله والو مخالفينو دجرم ولسوالۍ دخرانداب دسيمې درايي ورکولو په مرکز  توغندي وتوغول  چې دلګيدو له امله يې يو پوليس شهيد شو او درايي ورکولو مرکز دزياتې مودې لپاره تړلي پاتې شول
دغه راز وسله والو مخالفينو دکوز يفتل  درايي ورکولو په مرکز بريد وکړ او درايي ورکولو مرکز يې وتاړه .
   عيار زياته کړه وسله والو مخالفينو دغه راز دوردوج او ديمګان په ولسواليو درايي ورکولو په څو مرکزونوبريدونه وکړل  او دڅو توغنديو په  توغولو سره يې دوه تنه پوليسان شهيدان او يو رايي ورکوونکي يې ټپي کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته