ښوونه او روزنه

د کمپيوټر په برخه کې له زده کړو وروسته د ديرشو تنو نجونو فراغت

کابل باختردليندۍ دمياشتې١٧نيټه :
په بغلان ولايت کې ديرشو تنو نجونو د کمپيوټر په برخه کې له څلور مياشتنۍ رونيزې دورې وروسته ددغه ولايت دښځو دچارو رياست له روزنيز مرکز څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په پلخمري ښارکې جوړه شوې وه، د بغلان ولايت د ښځو چارو رئيسې خديجې يقين د آغا خان د پرمختيايي بنسټ له هميشينو همکاريو له امله په قدردانۍ سره دغه پروګرام يې د نجونو د ظرفيتونو د لوړولو په لاره کې ارزښتناک وباله او ويې ويل: په دې مرکزکې ديرش تنه نجونې د څلورو مياشتو په بهيرکې د آغاخان د پرمختيايي بنسټ په مرسته د کمپيوټر بېلابېل پروګرامونه زده  کړي دي .
په بغلان ولايت کې د آغاخان د پرمختيايي بنسټ مسوول انجنيرخال محمد د ښځو او نجونو د کاري ظرفيتونو د لوړولو او د کارموندنې په لاره کې د دغه شان کورسونو  جوړول ارزښتناک وباله او ډاډ يې ورکړ چې د ښځو او نجونو ملاتړ د دغه بنسټ له اساسي هدفونو څخه دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته