خبرونهTOPښوونه او روزنه

په لوګرکې د ۹ ښوونځیو ودانۍ بیا رغول کېږي

کابل، د لړم ۷ مه، باختر

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په مرکز او۴ ولسوالیو کې د ۱۰۰ زرو امریکايي ډالرو په لګښت د ۹ ښوونځیو د بیا رغولو چارې پیل شوې دي.

د لوګرد پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب باخترآژانس ته وویل، چې دغه ښوونځي د یاد ولایت په مرکز، محمد آغې، برکي برک، څرخ او خروارو ولسوالیو کې د تېرو جګړو پرمهال ویجاړې شوې وې، چې اوس د یونیسف ادارې د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په مالي مرسته بیا رغول کېږي، چې چارې به یې راتلوونکو دوو میاشتو کې بشپړې شي.

عرب زیاته کړه چې د دغو ښوونځیو په ترمیم سره به د ۱۲۰۰ نجونو په ګډون ۱۵ زره زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د لوګر په کچه ۲۷۶ ښوونځي شتون لري، چې ۸۰ ښوونځي یې اساسي ترمیم ته اړتیا لري.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا