ټولنه

د هيواد د ښځو لپاره د ملي کاري پروګرام د تطبيق په باب خبرې وشوې

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١١
د افغانستان د ښځو لپاره د ملي کاري پروګرام د پراختيا او تطبيق په لاره کې وزارتونو او خپلواکو ادارو د واکمنو مسوولينو غونډه نن د ښځو د چارو په وزارت کې جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
د ښځو د چارو وزيرې دلبر نظري له ٢٠١٥ م کال څخه تر ٢٠٢٠ م کال پورې دملي کاري پروګرام د پراختيا په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې د دغه پروګرام عملي کول او تطپيق زيات خوځښت غواړي او په دې برخه کې اړونده ادارې د خپلو کاري پروګرامونو په تګلوري کې د دغه پروګرام د پراختيا په مقصدخپله ونډه ادا کړې ده او د دغه پروګرام تطبيق د ټولو وزارتونو او خپلواکو ادارو ګډ کار دى او هغه بايد په خپلو کاري لومړيتوبونوکې ونيسي.
وروسته د ښځو د چارو وزارت د څارنې سلاکارې د ١٣٩٣ کال د نظارتي رپوټ او د ښځو لپاره د ملي کاري پروګرام د تطبيق په باب څرګندونې وکړې.
په دې غونډه کې دغه راز د ښځو د رهبرۍ او سياسي مشارکت، امنيت او مصوونيت، روغتيا، د ښوونې او روزنې، بيوزلى، کار او اقتصاد او د ښځو د بشر د حقوقو د ساتنې د مسئلو په باب رپوټونه وړاندې شول.
په دې غونډه کې دغه راز د برخه والو ليکلې نظريې چې د طرحه د سندونو او مسودو د بډاينې په لاره کې برابرې شوې وې؛ هم راټولې شوې او برخه والو خپلې نظريې څرګندې کړې.
د غونډې په پاى کې د غونډې برخه والو په اوو مادوکې يو پريکړه ليک صادر او د تاييد په مقصد يې لاسليک کړ.
په پريکړه ليک کې د ښځو لپاره د ملي کاري پروګرام د پراختيا په اړوند د خبرو او غونډو په دوام ټينګار شوى دى.
په دې غونډه کې د يو شمېر وزارتونو معينانو او د خپلواکو ادارو د پاليسۍ او پلان رييسانو او د اړوندو ادارو د جندر د واحدونو مسوولينو هم ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته