امنیت

په نورستان کې داوو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د زمري دوه ويشتمه :
دوسله والو طالبانو دډلې  ديوه پاکستاني  جګړه مار په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان  په نورستان ولايت کې  له پوځيانوسره په جګړه کې  ووژل شول .
دغه جګړه نن سهار دډيورندکرښې ته څيرمه په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې  يرغلګرو له دغې کرښې  څخه په  رااوښتو  سره دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان  بريد وکړ .
  دافغانستان په ختيځ  کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي  قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې ديوه پاکستاني  په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  ده وويل يرغلګرو د ډيورند له کرښې څخه له اوښتو  وروسته دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ چې دپوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې .
ويل کيږي  چې په دې نښته کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته