امنیت

په قندهار ښار کې دپوليسو دګرځندې پلټنې په يوې پوستې ديرغلګرو مرګانى بريد .

کابل باختر دچنګاښ څلورمه :
په قندهار ښار کې دپوليسو دګرځندې پلټنې په مامورينو دناپيژاندو وسله والو کسانو د ډزو له امله دوه تنه پوليسان شهيدان او يوتن بل ټپي شو .
دغه پيښه پرون هغه وخت رامنځته شوه چې موټرسايکل  سپرو يرغلګرو دپوليسو دګرځنده پلټنې په مامورينو ډزې وکړې .
دقندهار  دوالي وياند صميم خپلواک  باختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې دوه تنه پوليسان شهيدان او يوتن بل ټپي شو يرغلګر له دغو ډزو وروسته په تيښتې بريالي شوي دي .
تراوسه پورې ددغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى  خو سيمه ئيز مسوولين طالبان ددغې پيښې عاملين بولي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دقندهار ولايت په مربوطاتو کې ددوو جلا جلا نښتو په بهير کې  يو وسله وال طالب  وژل شوى  او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي .
دغه جګړې  تيره شپه دقندهار ولايت دارغنداب او سپين بولدک  په ولسواليو کې ونښتې .
دقندهار پوليس وايي  چې په دغو نښتو کې  پوځيانو اوملکي  وګړو ته  زيان نه دى اوښتى .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته