کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
دکابل ښار د اوولسمې ناحيې دچشمه سرکوتل په آزادۍ ليسه کې د راى ورکولو بهير دخلکو ګڼې ګوڼې په نسبت دمازيګرتر څلورو بجو پورې چې دراى ورکولو وروستۍ وخت اعلام شوى دى پاى ته نه رسيږي.
د راى ورکولو په دې مرکز کې په زرګونو تنو ليکې جوړې کړې دي او دښځو شتون دنارينه و په نسبت زيات بريښې.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : دچشمه سرکوتل د آزادۍ ليسې د راى ورکولو په مرکز کې سره له دې چې دښځو او نارينه و د راى ورکولو بهير په عادي ډول دوام لري خو د زرګونو تنو ښځو او نارينه و دمراجعې په نسبت امکان نه لري چې د راى ورکولو دمودې ترپاى ته ورسيدو پورې ټول راى ورکوونکي خپلې رايې وکاروي .
يوه تن راى ورکوونکي دباختر آژانس خبريال ته ويلي دي چې دانتخاباتو کميسيون مسوولين دې بايد تروروستي راى ورکوونکي پورې دغه مرکز فعال وساتي.
0 1 دقیقه لوستل