روغتیا

دملي اردو لوى درستيز د روغتياپالانو او ډاکټرانو علمى او پرکتيکي سراسري کنفرانس پرانست .

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٥ :
دملي اردو لوى درستيز د روغتياپالانو او ډاکټرانو علمى او پرکتيکي سراسري کنفرانس پرانست .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
دملي اردو د ډاکترانو او روغتيا پالانوعلمى ، پرکتيکي او مسلکي سراسري کنفرانس چې دکورنيو چارو  وزارت ، دملي امنيت دلوي رياست د روغتيا درييسانو او دعامې روغتيا وزارت،  دملي  امنيت دلوى رياست ،  دروغتيا  درئيسانو  او  دعامې  روغتيا د وزارت اود ايساف استازو په ګډون دشهيد
سردارمحمد داود خان  روغتون دکنفرانسونو په تالار کې جوړ شوى و  ،دملي اردو لوي درستيز سترجنرال ارکانحرب شير محمد (کريمي)ددغه کنفرانس جوړيدل
د روغتيايي چارو د لازيات انکشاف او ښى همغږۍ  په لاره کې ګټور وباله او ويې ويل : په دې وروستيو کلونو کې دروغتيايي خدمتونو وړاندې کول  ، ښى درملنې او مسلکي ښوونې او روزنې په برخه کې ډير مثبت بدلونونه رامنځته شوى چې په قدردانۍ يې يادونه کوو.
ده  وويل  :  له نيکه مرغه نن ملي اردو دهيواد ديوه پياوړې مرکز په توګه خپلو پياوړو  ولسونو ټينګ ملاتړ له ځان سره لري او دمشورتي لويې جرګې د لوړو امنيتي تدبيرونو کارنامه يې دپياوړتيا او ستاينې او چته بيلګه  ده .
وروسته د روغتيايي چارو دقوماندانۍ درستيزوال بريد جنرال ډاکټر شير شاه (احمدى )  دکورنيو چارو وزارت دروغتيا رييس بريد جنرال کندهار (شينوارى )
او دآيساف استازي جنرال ميتسين په وار سره د روغتيايي چارو د لازياتې پرمختيا ، همغږۍ او دنيمګړتياو  د لرې کولو په اړه خبرې وکړې او ډاډيې څرګنده کړ چې دوى به دښو روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په لاره کې خپلو نه ستړى کيدونکو هڅوته په ښى همغږي سره دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته