خبرونهورزش

کندز کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

کابل، د سلواغې ۲۴ مه، باختر

د کندز د بدني روزنې او سپورټ آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون له خوا د یاد ولایت د آمو فوټسال لوبغالي کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې دي چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ درې سیالۍ ترسره شوې، چې په پایله کې په الف ګروپ کې ستاره های سادات لوبډلې خپلې سیالې استقلال لوبډلې ته د ۷-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه، په لوړ عمر لرونکو سیالیو کې ستاره های سادات لوبډلې خپلې سیالې خراسان لوبډلې ته د ۱۰-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او همدارنګه د غوره لیګ سیالیو لومړۍ لوبه د واحدي او معارف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې ۴-۴ مساوي پای ته ورسېده.

د یادو سیالیو موخه د کندز ولایت په کچه د فوټسال لوبغاړو د وړتیا لوړول یاد شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته