سیاست

جمهورريیس غني د غزني له یو شمېر مشرانو سره وکتل

کابل / د وږي ۲۴ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن غرمه د غزني له یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.
باختر آژانس ته د جمهوري رياست د ويندوى دفتر د معلوماتو له مخې؛ لومړی په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازې شاګل رضایي، معلم هاشم، عبدالباري خانخېل او د ولایتي شورا ريیس نصیراحمد فقیري د اوبو د مهارولو، زیربناوو، د سوداګرۍ او صنعت ودې او پوهنې ته د جمهورريیس د پاملرنې قدرداني وکړه، له نظام او د حکومت له انکشافي او بېلابېلو برنامو یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
یادو ویناوالو د امنیت، تړلو ښوونځیو، انکشافي پروژو د تطبیق، د غزني د ټاکنو، متوازن انکشاف، هوایي ډګر، په سیمه ییزه اداره کې د فساد د مخنیوي او اصلاحاتو، د ولسوالیو د لارو، برېښنا او نورو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهورريیس سره شریک کړل.
د جمهورريیس لومړي مرستیال امرالله صالح یادو مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل: موږ د ولس د خادمانو په توګه ستاسو غوښتنو ته نه یوازې په درناوي ګورو، بلکې حل یې خپل مسوولیت بولو. همدارنګه یې د تړلو ښوونځیو د ځنډنۍ ستونزې د حل او د معارف د ودې په برخه کې د ولسونو او متنفذینو همکاري ارزښتناکه وبلله.
جمهورريیس غني له یادو ویناوالو څخه په واضح ډول د ولس د غوښتنو او وړاندیزونو د شریکولو څخه په مننې وویل: غزنی د ټولو ګډ کور او ستاسو ستونزې زموږ شریک دردونه دي، غوښتنو او وړاندیزونو ته به مو رسیدګي وشي.
محمد اشرف غني په بېلابېلو برخوکې د ولس او مشرانو د همکارۍ او همغږۍ ارزښت ته په اشارې په ټینګار سره وویل: د امنیت په ګډون د چارو د لا ښه والي لپاره دې ولسوالۍ په ولسوالۍ ولسونه سره منسجم شي.
جمهورريیس وویل: په غزني کې بندونه جوړېږي او ټول بندونه له سره ارزول شوي او په دې برخه کې له درې موجودو فاجعو څخه یې دوه د دفعه کولو په حال کې دي.
هغه زیاته کړه: غیر متوازن پرمختګ د ولایتونو په درجو نه جبرانېږي، د دې لپاره باید نوي معیارونه ولرو.
د هېواد جمهورريیس له یادو مشرانو څخه وغوښتل چې د غزني د ولسونو د وحدت د لا تامین لپاره دې په خپلو کې عادلانه او اصولي پایلې ته ورسېږي او حکومت به په نږدې راتلونکي کې د ټاکنو زمینه برابره کړي.#
پاى / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته