
– کابل، د غوايي ۲۹ مه، باختر
د لوګر د ښارجوړولو او ځمکو ریاست د دې ولایت په التمور او بیدک دښته کې سلګونه جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له منګولو څخه وژغورله.
یاد ریاست مسؤلینو تر دې وړاندې هم د دغه ولایت په څو بېلا بېلو ولسوالیو او مرکز کې د دولتي ځمکو او ملکیتونو د غصب مخنیوی کړی دی.
د لوګر ولایت د غصب د مخنیوي کمېټه خلکو ته خبرداری ورکوي چې د غیر تصفیه شوو ځمکو او ملکیتونو له تصرف کولو ډ ډه وکړي.
یادې کمېټې همدارنګه د دولتي ځمکو او ملکیتونو د غصب په تور (۳۵) کسان هم نیولي دي.
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت تر دې وړاندې د ټول هېواد په سطحه د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو او له غاصبینو سره يې د قانوني چلند خبر ورکړی وو، چې تر دې دمه په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه جریبه غصب شوې ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه شوې ده.