ښوونه او روزنه

په لوګر ولايت ښوونځي خوندي کيږي .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
په لوګر کې  ددوه څلويښتو ښوونځيو دانګړ د ديوالونو دجوړولو کار پيل شو .
دلوګر ولايت دپوهنې رياست وياند شاهپور عرب دباختراژانس خبريال ته وويل: په دغو پروژو کې دلوګر ولايت دمرکز او دولسواليو دښوونځيو دانګړ د ديوالونوپه جوړولو سربيره  دښوونځيو دبريښنا دسيستم فعالول ،  دکثافت دانيو درول ، دژور څاګانو کيندل او دښوونځيو دزده کوونکو لپاره د ميزونو اوڅوکيو برابرول شامل دي .
عرب زياته کړه :دغه پروژې دپوهنې کيفيت  دلوړولو دپروګرام له خوا دڅه ناڅه نهه شپيتو مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي چې دنجونو اوهلکانوښوونځي پکې شامل دي
ويل کيږي ددغو پروژو   دکار دپروګرام په پيلولو کې دلوګر والي محمد حليم فدايي ، دپوهنې رييس محمد اکبر ستانکزي او دپوهنې دکيفيت دلوړولو  مسوول ګډون کړى و چې د  لوګر ولايت  په مرکز پورې اړوند دحصارک دهلکانو او سيدحسن کميدان دنجونو دليسو دانګړ کار ددوى په شتون پرانيستل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته