امنیت

يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شول.

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٥
امنيتي ځواکونو پرون دهلمند ولايت دلښکرګاه ښآر په مربوطاتو کې د امنيتي فعاليتونو په بهير کې يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه کړل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په ترلاسه شويو وسلو او مهماتو کې يوه داشکه ،يوه پيکا،لس کلاشينکوفونه يوه تومانچه ، دوه ويشت لاسي بمونه ،دماين دشنډولو يوه اله ، درې پرتلې دملي پوليسو دوه جورې يونيفورم او دملي اردو يو يونيفورم شته .
دقضيې په اړوند يو تن نيول شوى دى، دکشفي اصلاحاتو له مخې مشکوک سړى پلان درلود چې دغه وسلې او مهمات په تروريستي بريدونو کې دکارولو په مقصد د ډار اچوونکو ډلو په واک کې ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته