ټولنه

په لغمان کې د طبیعي پېښو د خطر د کمولو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

کابل باختر د ليندۍ اته ويشتمه
په هغې غونډه کې چې په همدې موخه د لغمان ولايت په مقام کې جوړه شوې وه، د لغمان د والي سربيره د لغمان د طبيعي پيښو پروړاندې د چمتو والي رييس، په ختيځو ولايتونو کې  IMCاستازو او د لغمان يو شمېر چارواکو ګډون کړی و.
په پيل کې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي خبرې وکړې، ويې وويل: د طبیعي پېښو مخنیوي شونی نه دی، بلکې د ګواښ د کمولو په اړه یې تدابیر شوني دي او زیاته یې کړه چې نه تنها د دې ورځې نمانځل مهم کار دی بلکې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتو والي او ټولې هغه اړونده ادارې چې په دې برخه کې کار کوي د ولایت په کچه باید د هر ډول طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتو والي قوي پلان او طرحه ولري.
لغمان والي په دې غونډه کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي او نورو هغو اړونده ادارو ته چې په دې برخه کې ګډ کار کوي دنده وسپارله تر څو د پېښو پر مهال د ارقامو په راټولولو له دقت او ځیرکتیا کار واخلي او هم د ولایت په کچه د ټولو هغو ځایونو په اړه چې د سیلابونو له ګواښ سره مخامخ دي یوه دقیقه سروې تر سره او هغه ځایونه په نښه کړي تر څو په راتلونکي کې ورته په وخت پاملرنه وشي.
وروسته په وار سره په لغمان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتو والي د ادارې رئیس محمد نعیم نظري او په ختیځ زون کې د IMC یو تن استازي خبرې وکړې او د پېښو پر وړاندې د چمتو والي او په دې برخه کې د تیرو طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کسانو ته د رسیده ګۍ او د خپلو تر سره کړیو فعالیتونو په برخه کې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په پای کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي او غبرګون د پروژې استازي خپل ترتیب کړی پریزنټیشن وړاندې کړ او زیاته یې کړه چې د دوی ادارې تازه په لغمان ولایت کې خپل فعالیت پيل کړی چې د اوسمهال لپاره مرکز، الینګار او الیشنګ ولسوالۍ د دوی تر پوښښ لاندې دي.
د دغې پروژې استازي وویل چې دوی به د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتو والي لپاره د عامه پوهاوي او ظرفیت لوړونې په برخو کې د سیمینارو او روزنیزو ورکشاپونو له لارې ۳۸۵۰ تنو ته زده کړې ورکړي تر څو د پېښو پر مهال وشي کولی د اړونده ادارو سره په رضا کاره توګه مسلکي کار وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته