امنیت

دافغان پوليسو يو افسر دنړۍ دشپيتو هېوادونو دمحصلانو ترمنځ لومړۍ شو

کابل- باختردتلې دمياشتې  ٩ :
دپوليسو دځانګړو قطعاتو يو افسر چې دمسلکي زده کړې په موخه دامريکا متحده ايالاتو ته استول شوى و، دنړۍ دشپيتو هېوادونو ترمنځ لومړۍ مقام وګاټه.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترا ژانس ته خبرورکړ: دپوليسو دځانګړو قطعاتو افسر سيدمحمد خوشحال خان ديو کال لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو ددفاع په اکاډمى کې دقرارګاه اوقوماندانى دهلوځلو مسلکي  زده کړې کړى دى او پرون په داسې حال کې هېواد ته راستون شو چې په دغې اکادمى کې دشپيتو هېوادونو دمحصلانو ترمنځ لومړۍ مقام ګټلى دى.
دکورنيو چارو وزارت دمقام د دفتر د رييس په ګډون ددغه وزارت يوشمير رئيسانو، جنرالانو او مسوولينو پرون دکابل په نړيوال هوايي ډګرکې دويم څارن سيدمحمدخوشحال خان ته هرکلى ووايه
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته