روغتیا

ډاکترې دليل دانتخاباتو په ورځ دهيواد په کچه په ټولو روغتيايي مرکزونو کې لازم تيارى نيول شوى دى .

کابل باختر د وري  پنځلسمه :
دعامې روغتيا وزيرې  يوځل بيا دانتخاباتو په ورځ دخدمتونو دوړاندې کولو لپاره دروغتونونو او دروغتيايي مرکزونو په تياري باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې د روغتونونو او دروغتيايي مرکزونو ټول روغتيايي کارکوونکي سبا په خپلو دندو حاضر دي .
دعامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريا دليل چې نن يې  دباختراژانس له خبريال سره خبرې کولې وويل چې دعامې روغتيا وزارت دهيوادپه ټولو روغتيايي مرکزونو او روغتونونوکې دانتخاباتو دترسره کولو دورځې لپاره ټول لازم تدبيرونه نيولي دي اوله ډاکترانو او له نورو روغتيايي کارکوونکو څخه يې وغوښتل چې سبا دسهارله اوو بجو څخه دراي ورکولو دمرکزونو دکار ترپاى پورې دې په لازم تياري سره په خپلو دندوحاضر وي .
ډاکترې ثريا دليل وويل چې دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو په مرکزونو کې داړتيا وړدرمل او نورطبي وسايل  په کافي اندازه برابر شوي دي اوسمبال امبولاسنونه خدمت ته چمتو دي
دعامې روغتيا وزير له ټولو امنيتي منسوبينو څخه وغوښتل چې داړتيا په صورت کې دې روغتيايي مرکزونو او روغتونونو ته په مراجعه کې له روغتيايي کارکوونکو سره مرسته وکړي .
دې وويل سره له دې چې دهيوادامنيتي ځواکونو په انتخاباتو کې دګډون لپاره دخلکو دامنيت دتامينولو  په خاطر لازم تدبيرونه نيولي دي خو دعامې روغتياوزارت داحتياط دلوري د رعايتولو په خاطر داحتمالي او ډار اچوونکو پيښو لپاره لازم تياري نيولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته