امنیت

په قندهارکې ديارلسو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٣
د قندهار ولايت د ميوند او غورک د ولسواليو په مربوطاتوکې تېره شپه د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو بل طالب ټپي شو.
د هېوادپه جنوب کې د ٢٠٥ اتل قول اردو دمطبوعاتو مسول ډګرمن محمد محسن سلطاني باختر آژانس ته وويل: دغه عمليات دملي اردو د ځواکونو له خوا د قندهار ولايت د ميوند او غورک د ولسواليو په ځينو سيموکې ترسره شول چې له امله يې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوبل طالب ټپي شو.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: د دغې عملياتو په بهيرکې د طالبانو يو تونس موټر او يو موټر سايکل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په دغو عملياتوکې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته